Banner

د حيات الله وړښکلی غزل

30.09.2007 13:58 يوه بدرنګ پسې دوه دريو اقتدا کړې ده
خو د ښکلا امام موږ ټولو ته ښېرا کړې ده
سپوږمۍ په سوال درنه نور نور تيارو ته نه غواړمه
زموږ د اوښکو څراغونو اوس رڼا کړې ده
سپرليه ځکه دې تل نمانځمه پر سپينو اوښکو
تل مو پر وينو د ګلانو اشتبا کړې ده
جرم مې نه دی کړی ځکه مې تر داره بيايي
بس په همدې چې دا مې غټه ناروا کړې ده
دا چې يو څو راکې اوس هم د پوهې خلک پاتې
ضرور دې خاورې ته کوم ښه سړي دعا کړې ده
مغرور تندی د چا تر پښو په سجدو نه شم وړلای
څښتنه ستا په يوې خدايۍ مې اکتفا کړې ده.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.